۰

په هرات کې د ۱۰۵ کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۵۲
د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې دې ډلې په هرات ولایت کې د ۱۰۵ کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
په هرات کې د ۱۰۵ کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې دې ډلې په هرات ولایت کې د ۱۰۵ کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د هرات ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د ولایت په کوهسان ولسوالۍ کې د پلټنې په عملیاتو کې ۱۰۵ کیلوګرامه مخدره توکي کشف کړي دي.

په دغو موادو کې ۴۸ کیلوګرامه شیشه، ۳۵ کیلوګرامه کرسټال، ۱۵ کیلوګرامه هیروین او یو اندازه نور مخدره توکي شامل وو.

طالبانو وویل چې د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به قضايي چارواکو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي