لوګر؛ یونیسف د ۷۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته کړې

11 جوزا 1404 ساعت 9:27

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف له لوري د ۷۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته شوې ده.


د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف له لوري د ۷۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب رسنیو ته ویلي، چې په دغه مرسته کې د ښوونکو ۷۹۷ تدریسي کڅوړې شاملې دي چې هره کڅوړه یې یو لاسي بیک او ۲۶ قلمه د اړتیا وړ تدریسي مواد لري چې ډېر ژر به د ۲۸۸ ښوونځیو د صنفي اصولو پر ښوونکو ووېشل شي.

عرب زیاته کړه چې د یادو تدریسي توکو له وېش وروسته به د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ښوونکي د تدریس پر مهال له شته ستونزو خلاص او زده‌کوونکو ته به معیاري تدریس وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182737

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182737/

جمهور
  https://www.jomhornews.com