عراقچي: ایران کې شرقي او غربي پالیسي نه چلېږي

11 جوزا 1404 ساعت 9:17

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وایي، اټومي انرژي د ایراني وګړو څرګند حق دی.


تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وایي، اټومي انرژي د ایراني وګړو څرګند حق دی.

د راپور له مخې عراقچي زیاته کړې، چې ایران کې شرقي او غربي پالیسي نه چلېږي.

د عراقچي په خبره، دا د ایران د خلکو «حق» دی او هغوی حق نه لري چې ترې بې برخې یې کړي.

عراقچي دغه راز وایي چې د اټومي انرژۍ اړوند د ایران دریځ روښانه دی.

تازه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په یو محرم راپور کې ویلي چې ایران له امریکا سره د مذاکراتو ترڅنګ د خپلو غني شویو یورانیمو زېرمې د اټومي وسلو کچې ته نږدې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو اوسنۍ زیرمه د وسلو درجې له ۹۰ سلنې کچې څخه یوازې «یو تخنیکي ګام» لرې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182732

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182732/

جمهور
  https://www.jomhornews.com