رحمت فیضان: له ایرانه د افغانان کډوالو د راستنېدو هرکلی کوو

29 ثور 1404 ساعت 9:53

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت فیضان ویلي، چې له ایرانه د افغانانو د راستنېدو هرکلی کوي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت فیضان ویلي، چې له ایرانه د افغانانو د راستنېدو هرکلی کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فیضان یکشنبه دوغارون پولې ته تللی او هلته یې د تایباد له ولسوال سره لیدلي دي. نوموړي زیاته کړې چې تېر کال له ایران څخه هېواد ته د افغانانو د راستنېدو کچه د نورو کلونو پرتله ډېره شوې وه.

فیضان زیاته کړې، هغه ډله افغانان چې په ناقانونه توګه ایران ته ننوتلي باید د دغه هېواد قوانینو ته د درناوي په پار افغانستان ته راستانه شي او له ایراني چارواکو سره دې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه مولوي امیر خان متقي تهران ته په سفر تللی، چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او دغه راز د دغه هیواد له ولسمشر سره یې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.

جمهورخبري آزانس
 


د مطلب کود: 182375

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182375/

جمهور
  https://www.jomhornews.com