د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې یوه چینایي شرکت په افغانستان کې د برېښنا تولید ته لیوالتیا لري.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (سه شنبه، د اپریل ۱۳مه) اعلان وکړ چې د وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په کابل کې د سنجینګ برېښنا شرکت له استازي سره ولیدل.
د سنجینګ برېښنا شرکت استازو د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید سکتور کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده او د وزارت له مرستیال څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مولوي احمدالله زاهد د دوی د لیوالتیا هرکلی وکړ، افغانستان یې د پانګونې لپاره خوندي ځای وباله او ادعا یې وکړه چې اوس په مختلفو سکتورونو کې د پانګونې لپاره بې ساري اسانتیاوې برابرې شوې دي.
نوموړي د سنجینګ برېښنا شرکت له استازي څخه وغوښتل چې خپل کاري پلان د وزارت د پانګونې څانګې سره شریک کړي ترڅو د څانګې متخصصین وکولی شي د اړونده پلان د امکان تر حده بډایه کولو لپاره خپل نظرونه وړاندې کړي.
جمهورخبري آژانس