د ازبکستان سفیر طالبانو ته د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

22 ثور 1404 ساعت 9:34

په کابل کې د ازبکستان سفیر د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال وزیر سره وکتل او د خوړو او درملو په برخو کې یې له دې ډلې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.


په کابل کې د ازبکستان سفیر د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال وزیر سره وکتل او د خوړو او درملو په برخو کې یې له دې ډلې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې وزارت د خوړو او درملو مرستیال وزیر مولوي حمدالله زاهد په کابل کې د ازبکستان له سفیر یوبیک عثمانوف سره ولیدل.

دواړو خواوو له ازبکستان څخه افغانستان ته د باکیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو د واردولو، د لابراتواري پایلو شریکولو، له افغانستان څخه د ځینو توکو صادرولو او د روغتیا په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د زیاتوالي په اړه بحث وکړ.

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو مرستیال وزیر مولوي حمدالله زاهد د روغتیا په برخه کې له ازبکستان سره دوه اړخیزې اړیکې مهمې وګڼلې، د باکیفیته درملو، طبي توکو او خوړو په صادرولو یې ټینګار وکړ او د لابراتواري ازموینو د پایلو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ازبکستان سفیر د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو څخه رضایت څرګند کړ او په پورته ذکر شویو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 182191

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182191/

جمهور
  https://www.jomhornews.com