د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان وکړ چې د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډلې ته به اجازه ورکړل شي چې د یو کال لپاره د دې ادارې تر څارنې لاندې په رسمي دوستانه سیالیو او ټورنمنټونو کې په امتحاني ډول برخه واخلي.
د نیویارک ټایمز په وینا، فیفا د جمعې په ورځ، د غوایي په ۱۹مه اعلان وکړ چې د افغان کډوالو ښځینه فوټبال ټیم، چې هغه لوبغاړي پکې شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هیواده وتلي او په نورو هیوادونو کې کډوال دي، اجازه لري چې د فیفا تر څارنې لاندې په رسمي دوستانه سیالیو او ټورنمنټونو کې د یو کال لپاره په آزمایښتي ډول برخه واخلي.
د دې اقدام موخه دا ده چې په راتلونکي کې د نورو ملیتونو د کډوالو د ټیمونو جوړولو ته لاره هواره کړي. د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې له ۲۰۱۸ کال راهیسې په هیڅ رسمي سیالۍ کې برخه نه ده اخیستې او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په هیواد کې د ښځو د سپورتي فعالیتونو د بندیز له امله د فیفا د ۱۹۶ نړیوالو درجه بندۍ له لیست څخه ایستل شوې ده.
د فیفا د مقرراتو له مخې، ټیمونه باید د ملي فدراسیون تر څارنې لاندې وپیژندل شي، خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښځو ټیمونه نه پیژني او په هیواد کې د ښځو ټول سپورتي فعالیتونه منع دي.
فیفا دا پریکړه د کډوالو لوبغاړو د ملاتړ او په سپورت کې د جنسیتي مساواتو د ترویج لپاره د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه اعلان کړه.
تمه کیږي چې دا اقدام به افغان ښځینه لوبغاړو ته، چې په مختلفو هیوادونو کې خواره واره دي، فرصت ورکړي چې خپلو سپورتي فعالیتونو ته دوام ورکړي او په نړیوال ډګر کې د خپل ملي هویت استازیتوب وکړي.
د فیفا دغه اقدام د ښځو د حقونو او سپورت فعالانو لخوا هرکلی شوی او په سختو شرایطو کې د ښځینه لوبغاړو د ملاتړ لپاره د یو مثبت ګام په توګه لیدل شوی دی.
جمهورخبري آژانس