۰
بېجنګ او مسکو:

باثباته او له نشه يي توکو پاک افغانستان غواړو

شنبی ۲۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۱۱
د روسیې او چین ولسمشرانو ویلي باثباته افغانستان غواړي چې پکې نشه يي توکي نه وي او له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.
باثباته او له نشه يي توکو پاک افغانستان غواړو
د روسیې او چین ولسمشرانو ویلي باثباته افغانستان غواړي چې پکې نشه يي توکي نه وي او له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین ولسمشر چې مسکو ته یې سفر کړی، له خپل روسي سیال سره ټینګار وکړ، چې دا دواړه هېوادونه یو باثباته، له ترهګرۍ پاک او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې افغانستان غواړي.

د روسیې ولسمشر هم، د افغانستان د مسایلو په حل کې د سیمه ‌ییزو غونډو او هېوادونو رول مهم وباله او څرګنده یې کړه چې روسیه او چین په دې برخه کې ګډ دریځ لري.

د چین او روسیې د ولسمشرانو د ګډې اعلامیې یوه برخه کې راغلي: دواړه خواوې غواړي چې د څو اړخیزو میکانیزمونو په اډانه کې د افغانستان په چارو کې دوه اړخیزه همکارۍ پیاوړې کړي، څو افغانستان یو خپلواک، بې پرې، سوله ییز هېواد شي، د ترهګرۍ او مخدره توکو له ګواښونو پاک وي او له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره په همغږۍ کې ژوند وکړي.

دواړو خواو د افغانستان د مسألې په سیاسي حل کې د سیمه ییزو پلیټ فارمونو لکه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډو، د مسکو فارمټ د مشورتي غونډو، د چین، روسیې، پاکستان او ایران د څلور اړخیز میکانیزم، او د شانګهای د همکاریو د سازمان پر مثبت رول ټینګار او له هغه ملاتړ وکړ.

 د روسیې ولسمشر پوعتین ویلي، د مهمو نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په تړاو مو بیا تکرار کړه چې روسیه او چین یو شان یا ډېر ورته دریځونه لري.

نوموړي زیاته کړې«زموږ هېوادونه په فعاله توګه د برېکس او د شانګهای د همکاریو سازمان په اډانه کې چې دا مهال یې مشري د چین پر غاړه ده، همکاري کوي.»

 د افغانستان د مسایلو د حل په برخه کې  بېجېنګ او مسکوپه داسې حال کې ګډ لید لوری لري چې چین د سفیر په کچه د طالبانو ډیپلوماټ منلی او مسکو ته د سفیر په کچه د یو ډیپلومات د لیږلو په تړاو بحثونه روان دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي