۰
د هند او پاکستان جګړه:

د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی

شنبی ۲۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۰۶
د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان د وچې مېوې ۷۰ سلنې صادرات کم شوي دي.
د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی
د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان د وچې مېوې ۷۰ سلنې صادرات کم شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان یوازې تېر کال له هند او پاکستان سره د درې میلیاردو او ۲۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.


په داسې حال کې چې د دغو ترینګلتیاوو له امله تر اوسه د واګه بندر له لارې هند ته د افغانستان د ۵۰۰ میلیون ډالرو صادرات درېدلي دي، خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پر دې باور ده، چې د دغه وضعیت دوام به د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان سوداګرۍ ته زیان ورسوي.

دغه خونه هند او پاکستان د افغانستان لپاره مهم بازارونه ګڼي، ځکه چې دواړه هېوادونه هم نږدې دي او هم د افغانستان له اوسنيو معیارونو سره برابر توکي مني.

اوسمهال د افغانستان د صادراتي توکو څه باندې ۱۶۲ کانټینره، چې ډېری یې وچه مېوه ده، په واګه بندرې کې اېسار پاتې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي