د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اعلان وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاچي بندر له لارې سوداګریز فعالیتونه بیا پیل شوي دي.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تېره شپه (د غوايي ۱۹مه) په خپل ټویټر پاڼه کې ولیکل چې د خرلاچي بندر له لارې له افغانستان سره سوداګریز فعالیتونه، چې پخوا په پاراچنار کې د لارې د بندیدو له امله تړل شوي وو، بیا پیل شوي دي.
د طالبانو ډلې هم اعلان وکړ چې د خرلاچي لارې بیا پرانیستل به د عوایدو په زیاتوالي او د پولې دواړو خواوو ته د سوداګرۍ په اسانتیا کې مرسته وکړي.
د طالبانو د سرحدي چارو مسوول مولانا جاوید وویل چې د دې لارې بیا پرانیستل د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره مهم دي.
د یادونې وړ ده چې دا پوله د شپږو میاشتو لپاره تړل شوې وه.
جمهورخبري آژانس