د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست ایران ته د افغان صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنجشنبه (د غوايي ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سرپرست مشر علي رضا بیگدلي سره ولیدل.
طالبانو ویلي چې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او ایران ته د افغان صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي همکاریو د اووم ګډ کمیسیون د جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي سوداګریز تړون، د افغان صادراتو د زیاتوالي، د ګډې خونې د فعالیت او رول د زیاتوالي، د ګډې پانګونې کمېټې د جوړولو، او د ابو حنیفه په نندارتون کې د ایراني شرکتونو د لیوالتیا، د ګډ نندارتون د جوړولو او په ایران کې د افغان صنعتي شرکتونو لپاره د صنعتي سفرونو په اړه خبرې اترې وکړې.
طالبانو ویلي چې دواړو خواوو د برېښنايي ټي آی آر سیسټم د پلي کولو، د منځګړیتوب خونې د جوړولو، د صنعتي او سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي، د ګډو صنعتي شرکتونو د جوړولو، په سرحدي نقطو کې د ګډ آزاد صنعتي زون د جوړولو، د چابهار بندر په اړه د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د ترسره کولو، د فراه-مل ۷۸ سړک د کار پیل، د خواف-هرات ریل پټلۍ کې پانګونې او د ماهي رود لارې له لارې د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړې.
جمهورخبري آژانس