د طالبانو د کانونو سرپرست وزیر له ترکي پانګوالو سره وکتل

18 ثور 1404 ساعت 18:27

د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له یوه ترکي پانګه وال سره لیدلي او د هیواد په کانونو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه یې خبرې کړې دي.


د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له یوه ترکي پانګه وال سره لیدلي او د هیواد په کانونو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه یې خبرې کړې دي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن پنجشنبه (د غوايي ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په کابل کې د ترکي شرکت MTA انټرنیشنل له مشر نایل یلدرم سره ولیدل.

طالبانو ویلي چې ترکي پانګه وال د سرو زرو، مسو، تیلو او ګازو په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د هیواد په معدني سرچینو کې د پانګونې لپاره د دغو ترکي پانګوالو د لیوالتیا هرکلی وکړ او د کانونو د قوانینو او مقرراتو سره سم یې د اړینې همکارۍ ژمنه وکړه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 182100

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182100/

جمهور
  https://www.jomhornews.com