د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د شاوخوا ۱۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې تعدیل او منظورې شوې، چې د سرپرسمت حکومت له لوري تموېلېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اقتصادي معاونیت ویلي، دغو پروژو کې د قوشتېپې کانال یوه برخه، د اروزګان چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند سنګین ولسوالۍ د نهرالسراج کانال لومړی لاټ او د کندهار – سپین بولدک د دویمې برخې سړک جوړول شامل دي.
دغه راز په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنایي پروژو لپاره د اړتیا وړ وسایل او لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کول هم یادو پروژو کې شامل دي.
جمهورخبري آژانس