ملابرادر د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سره کتلي

17 ثور 1404 ساعت 11:28

د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره کتلي دي.


د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملا برادر ویلي، په دې کتنه کې چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم حضور درلود؛ دواړو لوريو د افغانستان او عربي متحدو اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، د عربي متحده اماراتو پانګه وال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

همدا رنګه د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ویلي چې دوی غواړي په کابل کې د خپل هېواد د پانګه والو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي او په کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182052

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182052/

جمهور
  https://www.jomhornews.com