د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري د ایران د سفارت له شارژدافیر سره وکتل او دواړو خواوو د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تېره شپه (د اپریل ۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت مشر ملا هدایت الله بدري په کابل کې د ایران د سفارت له مشر علي رضا بگدالي سره ولیدل.
دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او ښه کولو، دوه اړخیزو اړیکو، او په مختلفو سکتورونو کې د همکارۍ د پراختیا په اړه، په ځانګړې توګه د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د ایران د سفارت مشر د افغانستان بډایه معدني سرچینې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او د ایراني شرکتونو لخوا د پانګونې او د کانونو په برخه کې د ګډ کار غوښتنه یې وکړه.
علي رضا بگدالي د افغانانو د ظرفیت لوړولو لپاره د خپل هیواد چمتووالی څرګند کړ.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د کانونو په سکتور کې د پانګونې لپاره د ایراني شرکتونو د لیوالتیا هرکلی وکړ او د اړینې همکارۍ ژمنه یې وکړه.
جمهورخبري آژانس