د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو څېړنو مرکز، پر سیمې په ځانګړې توګه پر افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اغېزې ارزولې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رییس نور احمد نور په هغې غونډه کې چې " پر سیمې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اغېزو د ارزونې" تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، څرګنده کړې، چې د سیمې هېوادونه، په تېره بیا افغانستان، د اسلاماباد او نويډیلي ترمنځ له نښتو اغېزمن شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، د سټراتېژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال ویلي، له دې امله چې هند او پاکستان زموږ ګاونډیان دي، د تاوتریخوالي زیاتوالی به نه یوازې پر سیمه؛ بلکې پر افغانستان هم مستقیم منفي اغېز ولري.
د سیاسي چارو لومړي رییس هم ویلي په کشمیر کې پر ګرځندویانو برید، پخوانۍ شخړې لا زیاتې کړې دي او په پایله کې یې، دواړو هېوادونو داسې ګامونه اخیستي، چې په سیمې په ځانګړې توګه پر افغانستان اغېزه کړې ده، چې کولای شو د واګه بندر تړل کېدو ته نغوته وکړو.
د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز مرستیال، د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله پر افغانستان د منفي پایلو په هکله خبرداری ورکړی دی.
د غونډې ګډونوالو د احتمالي پېښو لپاره د طالبانو چمتووالي ته له نغوتې سره ویلي، اسلامي امارت د خپلې متوازنې، اقتصاد محورې پالیسۍ په چوکاټ کې غواړي دغه شخړه له سولهییزو لارو حل شي.
له دې سره هممهاله، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه غړي له بهرنیو چارو وزارته غوښتي، چې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره، چې د هند او پاکستان د سیاسي اختلافونو له امله رامنځته شوي، له ډیپلوماټیکو لارو ګامونه واخلي.
وروسته له هغې، چې په پاهلګام کشمیر کې ۲۶ ګرځندویان ووژل شول، د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او له امله یې د اتاري–واګه بندر چې د افغانستان او هند ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي، له یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان د صادراتي مالونو پر مخ تړل شوی دی.
جمهورخبري آژانس