د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې د ژیړي بابا، پشد او شیګل له پلونو او د کنړ–نورستان سړک له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې د دغه سفر په لړ کې سرپرست وزیر د کونړ–نورستان سړک د ۲۲ کیلو متره برخې څخه چې تیر کال یې د رغونې چارې پیل شوې وې لیدنه وکړه او د کنړ–نورستان سړک د پاتې برخو د رغونې په موخه یې اړوندو شرکتونو ته خپلې کاري ساحې ځانګړې کړې، چې ډېر ژر به یې د رغونې عملي چارې پیل شي.
د ځایي چارواکو په خبره د یادو پلونو او د کنړ–نورستان سړک د کار په بشپړیدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او په هوساینې سره به مرکز کابل او د اړوند ولایتونو مرکزونو ته تګ راتګ وکړي.
جمهورخبري آژانس