اوکراین په لومړي ځل د روسیې جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې

14 ثور 1404 ساعت 8:56

رویټرز خبري اژانس د اوکرایني پوځ د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې اوکراین د لومړي ځل لپاره د سمندري ډرون په وسیله د روسي جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې ده.


رویټرز خبري اژانس د اوکرایني پوځ د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې اوکراین د لومړي ځل لپاره د سمندري ډرون په وسیله د روسي جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوکراین د پوځ استخباراتو دا پېښه په نړۍ کې لومړنۍ پېښه بللې، چې یوه جنګي الوتکه د سمندري ډرون له‌خوا ویشتل شوې ده.

د راپور له مخې، د روسیې یاده جنګي الوتکه تېره ورځ د اوکراین د استخباراتو یوې ډلې له‌خوا د تور سمندرګي د نوروسیسک بندر ته نږدې په اوبو کې ویشتل شوې ده.

که څه هم د روسیې دفاع وزارت تر دې دمه د اوکراین د دې ادعا په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو یاد وزارت ته نږدې سرچینو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې تېره شپه یوه جنګي جېټ الوتکه د نوروسیسک لوېدیځ ته ۵۰ کیلومترۍ کې د اوکراین له‌خوا ویشتل شوې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181933

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181933/

جمهور
  https://www.jomhornews.com