ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

14 ثور 1404 ساعت 8:47

اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د احصایې ادارې په حواله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د دغه هیواد اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی، او دا کسر یوازې د روان کال د اپرېل په میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مارچ میاشتې په پرتله، د اپرېل په میاشت کې د پاکستان بهرنۍ سوداګري ۳.۳۹ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د سوداګرۍ په دې کمښت کې د مارچ میاشتې په پرتله ۵۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په تېر اپرېل میاشت کې د پاکستان اقتصادي کسر د ۲۰۲۲ کال د اګسټ میاشتې وروسته د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ تر ټولو لوړ کسر ګڼل کېږي.

په پاکستان کې یو شمېر د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د بهرنۍ سوداګرۍ خرابوالی د صادراتو د کمېدو او وارداتو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 181929

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181929/

جمهور
  https://www.jomhornews.com