تېر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي

13 ثور 1404 ساعت 8:59

سره له دې چې په افغانستان کې د زعفرانو کرکېله زیاته شوې خو صادرات یې کم شوي دي.


سره له دې چې په افغانستان کې د زعفرانو کرکېله  زیاته شوې خو صادرات یې کم شوي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې افغانستان په تېره بیا هرات ولایت هغه ځای دی چې د زعفرانو د کرلو لپاره مناسبې ځمکې او هوا لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په تېره یوه کال کې بېلابېلو هېوادونو ته  د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۹ ټنه زعفران  صادر کړي دي.

خو شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال د زعفرانو صادرات  د ۱۴۰۲ کال پرتله ۸ ټنه کم شوي دي.

د افغانستان د زعفرانو اتحادیه هم وايي، د کرکیلې کچه لوړه شوې او کروندګرو زعفرانو ته لا زیات پام اړولی دی.

د دغې اتحادیې پر باور، که د کرکیلې دا بهیر همداسې دوام وکړي، اټکل کېږي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې به د ټول هېواد زعفران څه باندې ۶۵ ټنو ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181916

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181916/

جمهور
  https://www.jomhornews.com