د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله آل حنزاب په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) له سیاسي مرستیالې، جورجټ ګانیون سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو او د افغانستان په اړه د څلورم نړۍوال کنفرانس د ترسره کېدو لپاره د چمتووالي په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه کنفرانس به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په قطر کې جوړ شي.
د دوحې درېیمه غونډه د تېر کال د چنګاښ په لسمه نېټه ترسره شوه، چې پکې د شاوخوا ۲۲ هېوادونو او اته نړۍوالو سازمانونو ځانګړو استازو ګډون کړی و.
جمهورخبري آژانس